الحاج ملا عبدالخالق عابد د پکتیا د نوي والي په توګه رسماَ معرفي شو
د پکتیا ولایت د نوي والي الحاج ملا عبدالخالق عابد د معرفي په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د دغه وزارت د تأمیناتي چارو معین الحاج محمد وزیر حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس مولوي زینالله عابر، والیانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رئیسـانو، مسئولینو، قومي مشرانو او د پکتیا، پکتیکا او زابل ولایتونو ځوانانو ګډون کړی و. مولوي محمد نبي عمري نوي والي ته د بریا هیله وکړه او د مسئولیتونو پر سم ادا کولو، یووالي، همغږۍ او اطاعت یې ټینګار وکړ. په ورته وخت کې، نوي والي الحاج ملا عبدالخالق عابد له نظام او خلکو سره پر متقابلې همکارۍ، یووالي او ګډ کار ټینګار وکړ.
همدارنګه، په دې مراسمو کې د پکتیا ولایت مقام نوی مېلمستون هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه ودانۍ د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت د تعمیراتو لوی ریاست له لوري د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت، په دوو پوړونو کې جوړه شوې او ۹۲ خونې لري.