ارزګان کې ۹۲ ملکیان د ترهګرو طالبانو له بنده ازاد شول
![3](/sites/default/files/2020-03/88248442_1622633451207879_5433424072308424704_o.jpg)
د ارزګان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره یو ځای په ارزګان ولایت کې ۹۲ ملکیان د ترهګرو طالبانو له بنده ازاد کړي دي.
ترهګرو طالبانو یاد کسان د جمعې په ورځ د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په اړوند یوه تفرېح ځای کې برمته کړي وو.
پولیسو د دې خبر له ترلاسه کولو وروسته چټک او پر وخت اقدام وکړ، چې په پایله کې یې برمته شوي ملکیان د ترهګرو طالبانو له منګلو وژغورل شول.
د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې ملکي خلکو او پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.