ارزګان کې د ترهګرو طالبانو د مهماتو د برابرولو مسوول ونیول شو.
تېر ماښام د ارزګان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کس چې ترهګرو طالبانو ته یې مهمات لېږدول، له پېژندنې وروسته د ترینکوټ ښار له اړوند سیمو نیولی دی.
یاد کس حکمت الله نومېږي او غوښتل یې د یو عراده لېږدوونکې واسطې په وسیله د دهشکې لسګونه صندوقه ګولۍ ترهګرو طالبانو ته ولېږدوي.
د حکمت الله له نیول کېدو وروسته د ده له کوره هم یو شمېر مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.