ارزګان کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۲:۱۷
ل

د سې شنبې په شپه ترهګرو طالبانو د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر امنیتي پوستو د برید قصد درلود، چې د ځایي امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي او ترهګرو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې نښتې په پایله کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۲ ترهګر طالبان وژلي دي.