ارزګان کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ګډ د ارزګان ولایت د مرکز اړوند ترینکوټ ښار کې چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اته ترهګر طالبان وژل شوي، اوه یې ټپیان او نهه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې ځینې سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه تصفیه، ۴۲ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، ۱۵ کړۍ د پرسونل ضد ماینونه او څلور نور چاودېدونکي توکي د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ د ارزګان ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې یو میل M-16 ډوله وسله، یو دوربین او یو شمېر نور مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.