اتو ولایتونو کې؛ ۱۶ کسه نیول شوي او یو تښتول شوی ماشوم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی
امنیتي پولیسو ۱۶ کسه د غلا، وژنو، قمار او تېرايستنو په تړاو په هرات، خوست، بغلان، کابل، غزني، بامیان او غور ولایتونو کې نیولي دي.
له ډلې يې؛ هرات کې درې کسه غله د پینځو موټرونو او یو موټر سایکل د غلا په تړاو او دوه تنه په همدې ولایت کې د قتل په تړاو نیول شوي دي. دغه راز، پينځه تنه د قمار په تړاو په بغلان، دوه تنه په خوست کې د ۱۳ کمپيوټرونو د غلا په تړاو، یو تېر ایستونکی په کابل او درې غله په غور او بامیانو کې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې، بدخشان کې یو دوه ورځنی ماشوم، چې څه موده وړاندې له روغتون څخه تښتول شوی و، پيدا او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.