اتو ولایتونو کې؛ پولیسو شل تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي
د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نیمروز، ننګرهار، هرات، بلخ، غزني او جوزجان ولایتونو کې د غلاوو، قاچاق او دوکې په تړاو شل تنه نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.
د نیول شوو کسانو لهمنځه، شپږ تنه په نیمروز، څلور تنه په ننګرهار، څلور تنه په هرات، درې تنه په بلخ، دوه تنه په غزني او بل تن د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
په ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو درې میله وسله په سرپل او درې میله نوره د پکتیا ولایت په مربوطاتو کې چې په ناقانونه بڼه ساتل کېده نیولې او ضبط کړې ده.