اتو ولايتونو کې؛ د شراب جوړولو يوه کارخونه ترلاسه او ۳۶ تنه نيول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۱:۵۹
zczczczc

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا جلا عملیاتو کې د شراب جوړلو یوه کارخونه موندلې او په کابل کې یې د یادو توکو خرڅلاو په تړاو ۱۲ تنه نیولي دي.
همداراز، د نشه یي توکو په تړاو په کندهار کې ۶ تنه له ۲۸ کیلو شیشې سره، پنځه تنه په فراه، کندز کې ۴ تنه له ۱۹ کیلو چرسو، ۶۰۰ نشه ګولیو او شیشې سره، شپږ تنه په هرات کې له ۲۴۰۰  کیلو ومانو سره او درې تنه نور په کنړ، ارزګان او کاپسا ولایتونو کې د نشه یي توکو قاچاق په تړاو نیول شوي دي.