د معلولینو حقوق او امتیازات

moi-af

د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو په اړه لنډ مالومات
د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو د قانون له مخې؛ لاندې حقوق او امتیازات معلولینو ته ورکول کېږي.
د کلي معلولینو لپاره، له اجزا او ضمایمو سره د وروستۍ تنخوا سل سلنه تقاعد ورکړه.
د قسمي معلولینو لپاره، له اجزا او ضمایمو سره د وروستۍ تنخوا پنځوس سلنه تقاعد ورکړه.
د معلولو افسرانو لپاره مالي مرسته، له اجزا او ضمایمو سره د معلولو افسرانو لپاره د لسو میاشتو تنخوا د وروستۍ تنخوا له مخې بې له دې چې د خدمت موده په نظر کې ونیول شي.
د معلولو ساتنمنانو او سربازانو لپاره مالي مرسته، له اجزا او ضمایمو سره د معلولو افسرانو لپاره د ۱۵  میاشتو تنخوا د وروستۍ تنخوا له مخې بې له دې چې د خدمت موده په نظر کې ونیول شي.
د معلولینو لپاره د بهرنیو تحصیلي بورسیو اوه سلنه ورکړه.
په خصوصي تعلیمي او تحصیلي موسساتو کې د اوه سلنې ورکړه.
د معلولینو لپاره د حج د فریضې د ترسره کولو په موخه د پینځه سلنې ورکړه.
د معلولینو لپاره په وړیا ډول د ځمکې د نمرو د اوه سلنې وېش.
د استوګنیزو آپارتمانونو وېش، د شهیدانو د کورنیو لپاره له دېرش سلنې تخفیف سره د اوه سلنې ځانګړې برخې ورکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د محترم مقام د ۴۲۸ ګڼې حکم، نېټه ۱۳۸۹/۰۱/۲۶ او ۲۲۷۳ ګڼې حکم، نېټه ۱۳۸۹/۰۴/۱۰ له مخې د سرپناه د رغولو په موخه د دوه سوو زرو افغانیو ورکړه.
د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ته د معلولینو د (م۱۱) ځانګړې فورمې ډګول.
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو د معلولینو  چارو ته رسیدګي؛ په خپل لومړیتوب کې ځای ورکوي او د ملي پولیسو د معلولینو کورنیو ته خبر ورکول کېږي؛ چې د اسنادو د قانوني پړاوونو د ترسره کولو په صورت کې که چېرې له کومې ستونزې سره مخ شي نو له لاندې شمېرو سره دې اړیکه ونیسي او یا په مرکز او ولایتونو کې دې خپلې ستونزې له اړونده چارواکو سره شریکې کړي.
د شهیدانو او معلولینو د ریاست د اړیکې شمېرې:
د شهیدانو او معلولینو د ریاست رییس: ۰۷۹۹۳۰۰۰۲۰
د شهیدانو او معلولینو د ریاست مرستیال: ۰۷۰۰۶۵۲۵۷۹
د مطبوعاتو او عامه اړیکو ریاست: ۰۲۰۲۱۰۲۹۴۵
د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس: ۰۷۰۴۹۹۹۹۸۱
د پېژنتون ع ریاست: ۰۲۰۲۲۰۰۱۶۲
د پېژنتون ع رییس: ۰۷۹۱۱۵۰۰۰۰
د پلټنې ع ریاست: ۰۲۰۲۲۰۰۱۶۲
د پلټنې د ع ریاست رییس: ۰۷۰۴۶۲۶۴۵۶
د استخباراتو  ع ریاست: ۰۲۰۲۳۱۲۳۵۲
له جرمونو سره د مبارزې ع ریاست: ۰۲۰۲۲۱۰۱۶۸
 

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۴۴
Background image

د کندهار - هرات پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له کبله د کورنیو چارو وزارت د خواخوږی پیغام!

په خواشینۍ سره چې نن سهار د کندهار - هرات پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له کبله زمونږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شوي.

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۱:۱۴
Background image

خبرتیا!

د اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام د (۱۵۲۰) ګڼه فرمان پر بنسټ او د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د هدایت له مخې د شخصي موټرونو خاوندانو ته خبر ورکول

Back to announcements