په پکتیکا کې ۲۶ قلمه تاریخي اثار کشف او ونیول شول
د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیتي منسوبینو د کټواز پر سړک د تالاشۍ پر مهال ۲۶ قلمه تاریخي اثار، چې کوزې، څراغونه، لوښي او نور تاریخي توکي پکې شامل دي، کشف او نیولي دي. یاد اثار د زرغون ښار ولسوالۍ د ملیزو کلي له یوه اوسېدونکي څخه ترلاسه شوي او د ثبت او خوندي کولو په موخه به په رسمي ډول د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شي.