د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال د ازبکستان د دولتي امنیت له رئیس سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت، د سرحدي پولیسو عمومي قوماندانۍ پوځي مرستیال الحاج مولوي عبدالمنان حسان نن پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د دولتي امنیت له رئیس ښاغلي رستم احمدوف او ملګري پلاوي سره وکتل.
په دغه ناسته کې، چې د یاد هېواد د ملي امنیت د سرحدونو مرستیال هم شتون درلود، دواړو لوریو په لاندې مهمو موضوعاتو تفصیلي خبرې اترې وکړې:
د مسافرینو لپاره اسانتیاوې: په سرحدي سیمو کې د دواړو هېوادونو د مسافرینو د تګ راتګ لپاره د لازمو سهولتونو برابرول.
اقتصادي همکاري: په ګډ بازار (مشترک بازار) کې د سوداګرو لپاره د نويو اسانتیاوو رامنځته کول او د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو لرې کول.
سرحدي امنیت: د هر ډول قاچاق د مخنیوي په موخه د دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړتیا او د سرحدي امنیت ټینګښت.
الحاج مولوي عبدالمنان حسان په دې لیدنه کې د ګاونډي هېوادونو ترمنځ پر سالمې همغږۍ ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د سرحدي پولیسو ځواکونه د امنیت په تامین او د غیرقانوني فعالیتونو په مخنیوي کې جدي دي.
په پای کې، د ازبکستان هېواد راغلي پلاوي هم د سرحدي چارو په سمون کې د همکارۍ د لا زیاتوالي ډاډ څرګند کړ او دا ډول لیدنې یې د دواړو هېوادونو د اړیکو په ګټه وبللې.