۳۱ تنه په ۷ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۲۰
ASDd

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د بېلابېلو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ تنه د غلا او د ځنګلونو د پرې کولو په تړاو په ۷ ولایتونو کې نیولي دي.

له نیول شوو کسانو څخه؛ ۹ تنه د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د غلا په تړاو، ۶ تنه د غلا او ۱ تن د غیرقانوني وسلې د لېږد په تړاو په هرات ولایت، ۶ تنه غله په کونړ، ۳ تنه د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د ځنګلونو د پرې کولو په تړاو، ۳ تنه غله د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار، ۲ تنه غله په غزني ولایت کې او ۱ بل تن هم د غلا په تړاو په فراه ولایت کې نیول شوي دي.