۲۱ تنه د غلا او جوارګرۍ په تړاو نیول شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۳۶
asdfasf

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ تنه د غلا، جوارګرۍ او نشه‌یي توکو د استعمال په تړاو نیولي دي.

د معلوماتو له مخې،۱۰ تنه د جوارګرۍ او ۴ تنه د غلا په تړاو په سمنګان، ۵ تنه د غلا او نشه‌یي توکو د استعمال په تړاو د بغلان په مرکز پلخمري ښار، او ۲ تنه نور د فاریاب ولایت په مربوطاتو کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.