کابل کې لسګونه کسان د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴
سیبلل

​د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په بېلابېلو جلا عملیاتو کې ۷۳ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو د کابل ولایت په مربوطاتو کې نیولي دي. د یادو کسانو د دوسیو له ترتیب وروسته به هغوی عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
​له نیول شویو کسانو څخه ۷۷۰۰ دانې نشه يي ټابلېټونه، تر دوه کیلوګرامه زیات چرس، لسګونه بوتله الکولي مشروبات او یو مقدار تریاک هم ترلاسه شوي دي.