کابل ښار ته د بېاسناده وسایطو د ننوتلو مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت د عامه امن پولیسو د کابل ښار د امنیت د ټینګښت په موخه د بېاسناده وسایطو د تګ راتګ پر وړاندې جدي اقدامات کړي دي. د یاد ریاست د لومړي او دوهم کنډک منسوبینو ۸۲۸ عرادې هغه وسایط چې قانوني اسناد یې نه لرل او غوښتل یې د ارغندي او سنګنوشتې له دروازو کابل ښار ته ننوځي، پېژندلي او بېرته ګرځولي دي.
همداراز ۱۹۲ نور بېاسناده وسایط چې د ښار دننه په تګ راتګ بوخت وو، درول شوي او د پولیسو ښارګوټي ته انتقال شوي دي. د عامه امن پولیسو رییس ملا عبدالرحیم ظهیر ټینګار کړی چې د بېاسناده وسایطو د ګرځېدو مخنیوی او د ښاریانو د امنیت تأمین د پولیسو له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې به هېڅ ډول اساني ونشي.
دغه اقدامات د پلازمېنې د امنیتي پلانونو په چوکاټ کې دوام لري او له ښاریانو غوښتنه شوې چې د وسایطو د کارولو پر مهال له ځان سره قانوني اسناد ولري.