په ۷:ولایتونو کې؛  ۲۴ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو او لېږد په تړاو نيول شوي 

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۱:۲۷
dsfgsdfg

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ  نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په څو وروستيو ورځو کې د اړونده ولایت په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو پر مهال، ۱۵ تنه د ۶ کېلو ګرامو چرسو او یوه اندازه نشه يي ګولیو سره نيولي.
دغه راز، پوليسو د څو بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې، د فراه، غزني، پروان، دایکنډي، بامیانو او خوست ولایتونو کې، ۹ تنه د نشه یي توکو د د خرڅلاو په تړاو نيولي او له دوی څخه یوه اندازه چرس، شيشه، هیروئین او نشه يي تابلېت د پوليسو لاس ته راغلي.