په غور ولایت کې د ۹۳ کیلوګرامه «ایف» نشهیي توکو د قاچاق په تړاو څلور تنه ونیول شول
د غور ولایت د امنیې قومندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د کشفي اقدام په پایله کې، څلور تنه له ۹۳ کیلوګرامه «ایف» ډوله نشهيي توکو سره د یادو توکو د قاچاق په تړاو ونیول.
همدارنګه د نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یو میل اېمفور، څلور شاجورونه او یو پرتله هم ترلاسه شوي دي.