په دریېو ولایتونو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو لس تنه ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۲
adsfsaf

د نورستان، نیمروز او غزني ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې ۱۰ تنه د غلا، قتل، شخړې او قاچاق په ګډون د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي. په ورته مهال، د نورستان د واما ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ منسوبینو پنځه تنه د غلا، قتل او شخړې په تړاو، په نیمروز کې دوه تنه د ۱۹۷ کارټنه درملو او درې میله کلاشینکوفونو د قاچاق او دوه نور کسان د شپږو غواګانو او درې پسونو د غلا په تړاو نیول شوي دي. همداراز د غزني د واغظ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یو تن د یو موټرسایکل د غلا په تړاو نیولی دی.