د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ لویې قوماندانۍ خبرتیا!

moi-af
sfsfsf

د پولیسو اکاډمۍ لویه قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۳ هـ ل تحصیلي کال لپاره د کانکور له لارې، د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لیسو د دولسمو ټولګیو نارینه فارغان د (امني، حقوقو او جنایي علومو، ترافیک ، لوژستیک او مالوماتي تکنالوژي، سرحدي او محابسو) پوهنځیو ته، د ورځني لېسانس دورې لپاره د لاندې شرطونو په درلودلو، د محصل په توګه ومني:
۱. د افغانستان اسلامي امارت تابعیت لرونکی  او د افغانې مور او پلار څخه زیږیدلی وي.
۲. عمر یې له ( ۱۸) کلونو څخه لږ او له (۲۲) کلونو څخه لوړ نه وي.
۳. د لسم، یوولسم او دوولسم ټولګیو د درې کلنو منځنی (اوسط) یې باید له ( ۸۰) سلنې څخه کم نه وي.
۴. واده يې نه وي کړی او د کورنۍ د اعاشې متکفل نه وي.
۵. بشپړه بدني، عقلي او رواني روغتیا ولري او په فزیکي ازموینو کې یې اړین معیارونه (کوڼ، ړوند، ګونګ او ګوډ  نه وي او د ژبې بندښت و نه لري). پوره کړي وي.
۶. د یو کال څخه زیات په تنفیذي بند محکوم شوی نه وي.
۷. په نشه يي توکو، الکولی مشروباتو او مسکراتو روږدی نه وي.
۸. د غوښتونکو ونه له (۱۷۰) سانتي مترو څخه کمه نه وي. 
۹. د فعالو سیاسي ګوندونو، سازمانونو او ډلو غړیتوب و نه لري.
۱۰. ډسپلین منونکی وي، اسلامي شریعت، نافذو قوانینو، د پولیسو اکاډمۍ او پوځي مقررو، لایحو، تعلیمنامو او اصولنامو حکمونو رعایتولو ته ژمن وي.
۱۱. د هېواد د پولیسو په لیکو کې اوږد مهاله خدمت کولو ته ژمن وي.

مینوال کولای شي له ۳  /۷/۱۴۴۵هـ ق  نېټې چې له    (  ۲۳ /۱۰/۱۴۰۲ هـ ش) سره سمون لري، د (۱۲) کاری ورځو په موده کې د سهار له (۹) بجو د غرمې تر (۱۲) بجو پورې، د نوم لیکنې لپاره ، په مرکز کې د پولیسو اکاډمۍ لويې قوماندانۍ ته چې د سیلو افشارو، کابل پولتخنیک پوهنتون تر څنګ موقعیت لري او ولایتونو کې د پولیسو د جلب او جذب قوماندانیو ته مراجعه وکړي. 

یادونه: مینوال باید د ا‌‌ړتیا وړ اصلي سندونه، لکه : د تابعیت پیژند پاڼه، د دولسم ټولګي بری لیک  یا د دولسم ټولګي اطلاعنامه او یا د هغه معادل سند، (۶) قطعی (۴×۳) سپین بکروند عکسونه له ځانه سره ولري.   

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۰:۷
Background image

د پولیسو اکاډمۍخبرتیا

د پولیسو اکاډۍ د ۱۴۰۳/۱۰/۴ نېټې د خبرتیا په تعقیب چې په یاده اکاډمۍ کې د ماسټرۍ پروګرام د نوملیکنې په موخه خپره شوې وه یو ځل بیا ټولو مینوالو ته خب

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۲۱
Background image

خبرتیا

پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی ریاست د اورلګېدو د مخنیوي او د ګرانو هیوادوالو د ځان، مال او شتمنیو د ساتنې په موخه له ټولو دولتي او شخصي مؤسساتو او

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ د ماسټري برنامې خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت د مرکزي ادارو او قطعاتو ټولو منسوبینو ته چې، غواړي د ماسټري برنامې د جزاء حقوقو او جرم پیژندنې، ادارې او عامه پالیسۍ په څانګو ک

Back to announcements