د کندهار-هرات پر لویه لار پر مسافر وړونکي بس د ماین چاودنې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

rahimzai_moi
ی

د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت پر مسافر وړونکي موټر ماین چاودنه چې زموږ یو شمېر هېوادوالو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، جنګي جنایت یادوي او په کلکو ټکو یې غندي.
دا پېښه نن سهار شاوخوا ۰۵:۳۰ بجې د هرات-کندهار پر لویه لار د شینډنډ ولسوالۍ په شوز سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ترهګرو طالبانو یو مسافر وړونکی موټر په ماین نښه کړ او په ترڅ کې یې د مسافرو ښځو، ماشومانو او نارینو په ګډون ۳۴ تنه شهیدان شوي او ۱۷ نور ټپیان دي؛ چې ټپیان په بېړه د امنیتي ځواکونو لخوا روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا ملي پولیسو ته د ملکي خلکو د حفاظت دستور ورکوي او پر دې ټینګار کوي، چې له ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي او له خپلو هېوادوالو د ترهګرو په پېژندنې کې د مرستې غوښتنه کوي.
د کورنیو چارو وزارت پداسې حال کې چې د دې پېښې له شهیدانو او ټپیانو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو له مرګ ژوبلې خواشیني ښيي او کورنیو ته یې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي؛ همداراز په دې ټینګار کوي چې د ملکیانو په نښه کول جنګي جنایت دی.

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

حاجیانو ته د پاسپورټونو د ویش د اسانتیا په موخه د پاسپورت او حج او اوقافو ریاستونو ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

 سه شنبه، د غویی ۲۰مه ۱۴۰۱ کال حاجیانو ته د پاسپورټ د خدمتونو د وړاندې کولو د پروسې د آسانتیا په موخه، د پاسپورټ عمومي ریاست پرون د حج او اوقافو له

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

د پاسپورټ عمومي ریاست خبرتیا!

۱۶ رمضان ۱۴۴۳
۲۹ وري ۱۴۰۱

دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د پاسپورت ریاست خبرتیا

د مالوماتو له مخې یو شمیر کسان د آنلاین فورم تر نامه لاندې زمونږ له هیوادوالو زیاتې پیسې اخلي.

Back to announcements