امنیتي ځواکونو؛ ۲۰ تنه د هېواد په درېیو ولایتونو کې ونیول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۴۷
شسیبشسبی

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په نیمروز، هرات او فاریاب کې ۲۰ شکمن کسان د غلا، وژنې، انساني قاچاق او نور جنایي جرمونو په تړاو نیولي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، ۹ تنه د انساني قاچاق او شپږ تنه د جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، د غلو درې کسېزه حرفوي ډله په هرات او دوه تنه د وژنې په په تړاو د فاریاب ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.