د پاسپورت ریاست خبرتیا

moi-af
zvc

د مالوماتو له مخې یو شمیر کسان د آنلاین فورم تر نامه لاندې زمونږ له هیوادوالو زیاتې پیسې اخلي. تاسو درنو هیوادوالو ته څرګنده ده چې د پاسپورت د آنلاین فورمې اخیستو لپاره دوه سوه افغانۍ تعین شوي، هیڅوک حق نلري چې د آنلاین فورمې ډکولو تر نامه لاندې، ډیرې پیسې واخلي او له تاسو درنو هیوادوالو هم هیله کیږي چې له دوه سوو زیاتې پیسې ورنکړئ. یو شمیر فریب کاره خلک پاسپورت غوښتونکو ته وایي چې که ډیرې پیسې راکړئ نو پاسپورت به مو ژر خلاص شي، چې دا خبرې حقیقت نه لري او خلک باید د فریب کارانو په داسې وینا ونه غولیږي. آنلاین فورمې ډکول، له تقلب نه لرې او شفافه پروسه ده چې په هغه کې د پاسپورت ریاست د ویب سایت له کارکوونکو نه بغیر د بل هیڅ ادارې اړؤند کسان فورمو او نورو د اړتیا وړ اسنادو ته لاسرسی نلري. د پاسپورت ریاست په آنلاین ډول هره ورځ د دوه زره جلده پاسپورتونو د اجرا کولو تر څنګ دری زره هغه ولایتي پاسپورتونه چې کارونه یې بشپړ شوي او مرکزي ادارې ته رالیږل شوي هم اجرا کوي.

Latest announcements

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Sun, Jan 27 2019 2:31 PM
Background image

To All Afghan National Police Forces

Based on article 153 of Afghanistan Constitution and article 415 of Criminal Code, Armed forces and Police are not allow

Back to announcements