کابل کې د نننیو توغندیزو بریدونو په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

jamil-moi
7

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د دښمنانو هڅې د تاوتریخوالي په زیاتولو او د ځینو ولسوالیو د کلابندولو په پار له ناکامۍ سره مخ شوې دي. دوی د جګړې ډګرونه بایللي او د جګړه‌ییزې کړنلارې په بدلولو سره یې نرمو موخو ته پاملرنه زیاته کړې ده. په پوره ډاډ سره وایو چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرو هر ډول وحشیانه عمل ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.
زړورو امنیتي ځواکونو په وروستیو ورځو کې په کابل کې د ترورېستي پېښو د طرحې او سازماندهۍ ګڼې وړې او لویې ډلې چې د دښمن نرم بریدونه او موخې به یې پلې کولې، نیولې دي. 
خپلو درنو هېوادوالو په تېره بیا کابل ښاریانو ته ډاډ ورکوو، چې د کابل نننۍ پېښې به په پوره غور او جدیت سره څېړل کېږي او عاملین به یې تر نیولو وروسته خپله سزا وویني.
د همدې تاوتریخوالو په تړاو نن سهار د افغانستان د خلکو دښمنانو له یوې سراچې موټر څخه په ګټې اخیستنې سره د کابل ښار د څلورمې حوزې له اړوند لب‌جر سیمې څخه لس ډزه توغندي توغولي، چې یاد توغندي د نهمې حوزې په اړوند هوا‌ شناسي او زن‌اباد استوګنیزو سیمو او همدارنګه د پنځلسمې حوزې په خواجه رواش سیمې لګېدلي، چې له امله یې زموږ یو ملکي هېوادوال شهید شوی او دوه تنه نور ژوبل شوي دي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements