د پاسپورټ د وېش لړۍ د درېدو په تړاو د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

jamil-moi
8

درنو هېوادوالو! لکه څنګه چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د انسانانو د روغتیايي وضعیت پر وړاندې جدي ګواښ دی او دا ویروس په تړلو او ګڼه ګوڼه ځایونه کې ډېر ژر خپرېږي او خلک پرې اخته کېږي؛ نو د درملنې او مخنیوي لپاره یې د عامه اړیکو دولتي کمیټې پرېکړه کړې، چې ټول هغه ځایونه چې پکې د خلکو ټولېدنه ترسره کېږي، وتړي.
د دې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت لخوا په مرکز او ولایتونو کې چې لاندې موارد ترې استثنا دي، رسول کېږي چې د هېواد په کچه د ۱۳۹۹ل. کال د وري (حمل) تر وروستیو د پاسپورټ د وېش لړۍ بندېږي.
۱: کوم ناروغان چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ عمومي ریاست ته مراجعه کوي، د پاسپورټ د مرکزي ادارې د مؤظفو ډاکټرانو د ناروغۍ تر تایید وروسته کولای شي، خپل پاسپورټ ترلاسه کړي.
۲: ولایتونو کې کوم ناروغان چې ناروغي یې وخیمه او ښکاره وي، د اړونده ولایت د روغتیا ریاست تر تصدیق وروسته کولای شي خپل پاسپورټ ترلاسه کړي.
۳: ملي سوداګرو ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر تصدیق وروسته پاسپورټي خدمات وړاندې کېږي.
۴: په ځانګړو حالاتو کې ټول ملکي او نظامي ټپيان کولای شي، پاسپورټ ترلاسه کړي.
۵: کوم متقاضیان چې د یوه بل معتبر هېواد ویزه ولري او په پاسپورټ کې يې ستونزې وي، کولای شي د پاسپورټ عمومي ریاست او یا هم په ولایتونو کې د پاسپورټ مدیریتونو ته مراجعه وکړي.
۶: کومو متقاضیانو چې په مرکز او ولایتونو کې له دې خبرتیا ۱۳۹۷/۱۲/۲۷ نېټې دمخه خپل اسناد طی مراحل کړي وي، کولای شي خپل پاسپورټونه په ټاکل شوي وخت له اړونده پوسټ خونو څخه ترلاسه کړي.
۷: بهرنیو اتباعو ته د ویزې تمدیدي خدمات په مرکز کې د پاسپورټ عمومي ریاست او په ولایتونو کې دپاسپورټ مدیریتونو لخوا چې د ویزې د تمدید خدمات لري، ترسره کېږي.

Latest announcements

Thu, Feb 12 2026 10:00 AM
Background image

Announcement

The Directorate of Engineering for Explosive Ordnance Disposal, under the General Directorate of Plan and Operations of the Senior Security Affairs

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements