خبرتیا!

jamil-moi
8

څرنګه چې هېوادوال په جریان کې دي، په دې وروستیو کې کرونا ویروس د پراخېدو په حال کې دی او دا ویروس د نړۍ په کچه د خلکو د روغتیا لپاره یو جدي ګواښ دی.
د دې ویروس پر وړاندې د تیاریو د نیولو، له خپرېدو څخه د مخنیوي او د مراجعینو د روغتیا ساتنې لپاره کورنیو چارو وزارت اړ دی؛ څو د مخکنۍ درملنې په برخه کې یو لړ ځانګړي اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.
یادو ټکو ته په کتو کوم مراجعین چې د خپلو کاري اسنادو د پړاوونو د بشپړولو په موخه کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کوي؛ رسول کېږي څو د راتلونکې خبرتیا تر خپرېدو دمخه د کورنیو چارو وزارت انګړ ته مراجعه ونه کړي.
یادونه: هغه مراجعین چې چارې یې بېړنۍ دي د وقایوي لوازمو په نظر کې نیولو سربېره به د موظفو کسانو لخوا تر پېژندنې وروسته د وزارت انګړ ته اجازه ورکړل شي.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه په دې برخه کې د درنو هېوادوالو له همکارۍ او حوصلې مننه او درناوی کوي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements