د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ د ماسټري برنامې خبرتیا

moi-af
dsfas

د کورنیو چارو وزارت د مرکزي ادارو او قطعاتو ټولو منسوبینو ته چې، غواړي د ماسټري برنامې د جزاء حقوقو او جرم پیژندنې، ادارې او عامه پالیسۍ په څانګو کې زده کړې وکړي، خبر ورکول کېږي چې، یادې برنامې ته په لاندې شرایطو برابرو کسانو نوم لیکنه سر له سه شنبه (۲۲/۶/ ۱۴۴۶هـ ق) چې (۴/۱۰/۱۴۰۳هـ ل) سره برابره ده، پیل او تر پنج شنبه (۱/۷/۱۴۴۶هـ ق) چې (۱۳/۱۰/۱۴۰۳هـ ل) نېټې سره برابره ده، پاي مومي: ۱. یوازې د افغانستان تابعیت ولري. ۲. د کورنیو چارو وزارت برحال منسوب وي. ۳. مینوال د ادارې او پالیسۍ څانکې لپاره د هرې رشتې د لسانس تحصیلي سند او د جزاء حقوقو او جرم پیژندنې په څانګه کې د نوملیکنې لپاره باید د حقوقو، سیاسي علومو، شرعیاتو، دیني علومو، د پولیسو اکاډمۍ او یا د حربي پوهنتون لسانس سند ولري. ۴. د لیسانس دورې د نمرو اوسط یې لږ تر لږه ۶۵ سلنه وي. ۵. د ماسټري برنامې د زده کړو دوام لپاره د اړونده ادارې لیکلې موافقه ولري. ۶. په ماسټري برنامه کې ګډون د سیالۍ له لارې ترسره کېږي. ۷. په ټاکلې موده کې د ګډون فورمې او ژمنلیک بشپړ کړي. ۸. د ماستري برنامې د شمولیت ځانګرې ازموینه چې د لوړو زده کړو مؤسسو د منل شویو معیارونو له مخې ترتیب شوې او د پولیسو اکاډمۍ د ازموینې کمیټې لخوا اخیستل کېږي، ترسره کول. ۹. د زده کړې د دوام او نورو ټولو زده کړیزو قاعدو او مقرراتو ته ژمنتیا ولري. ۱۰. د ملکي څانګو د فارغانو تحصیلي اسناد (ډېپلوم او د نمرو ترانسکرپت) چې د لوړو زده کړو د محترم وزارت لخوا تائید شوی وي، باید اصلي اسناد او رنګه کاپي د ځان سره ولري. مینوال کولای شي چې د ګډون فورمو تر لاسه کولو لپاره د اصلي پېژند پاڼو او دوه قطعو عکسونو سره د نوم لیکنې په موخه د پولیسو اکادمۍ د ماسټري برنامې لوی مدیریت ته مراجعه وکړي. یادونه: د ماسټري برنامې په ازموینه کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې فورمې بیه (۵۰۰) افغانۍ ټاکل شوې ده، چې هر ګډونوال یې باید له ځان سره ولري او دا برنامه یوازې د کورنیو چارو وزارت منسوبینو ته ځانګړې شوې ده.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements