د کورنیو چارو وزارت دریځ

moi-af

له بده مرغه که د نېکه مرغه هېڅ داسې قانون او مقرره شتون نه لري، چې د پولیسو چلند له هغو کسانو سره چې ځان ډېر مهم، درانه، با نفوذه او یا ځانګړي بولي؛ بېل وښيي.
هغه څه چې شته د ټولو لپاره یو ډول قانون دی.
کله چې پولیس د "قانون ماتوونکي له ښاغلي" او د "قانون ستېزانو له؛ مهمو" سره مخ کېږي، د دوی تمه له پولیسو دا ده؛ چې قانون شاته پرېږدي او دوی ته دې سلامي ووهي.
د کورنیو چارو وزارت د افغانستان ولسي جرګې ته وړاندیز کوي، چې په ډېرې مهربانۍ دې د مهمو کسانو قانون ژر تر ژره تصویب کړي؛ تر څو د هغو په روښنایۍ کې پولیس وکولای شي خپل چلند مالوم او پلې کړي.
که چېرې د دې چارې لپاره فرصت نه لري، نو ښه به دا وي تر څو داسې پرېکړه وکړي؛ چي له مخي یي د هغو په روښنایۍ کې موږ وکولای شو د "قانون ماتوونکو له ښاغلو" او "د با نفوذه قانون ستېزانو سره" د پولیسو چلند مدیریت کړو.
د پولیسو د پت ساتل، د افغانستان د پت ساتل دي.
ځواکمن او کاري دولت، د هر افغان د عزت ضامن دی.
له خپلو پولیسو سره اوسئ!

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements