ابلاغیه

moi-af

د شخصي او خصوصي ساتونکو لپاره معیار!
په کابل او ولایتونو کې په زرګونه خلک په دې بهانه چې شخصي امنیت یې تر ګواښ لاندې دی؛ له شخصي او خصوصي ساتونکو ګټنه کوي او په سلګونو نورو یې بیا د وسلو د لېږد د جواز غوښتنه کړې.
خو تر دې وروسته:
د کورنیو چارو وزارت به؛ هغو کسانو ته د وسلو جواز ورکړي، کوم چې د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو په نوملړ کې شامل وي.
مالیې وزارت کې د مالیه ورکوونکو درې ډلې (لویې، منځنۍ او کوچنۍ) شاملې دي.
هغه کسان او شرکتونه چې د مالیه ورکوونکو په نوملړ کې شامل نه دي، د وسلو جواز یې لغوه کېږي او د وسلو د جواز غوښتونکو ته به تر هغه وخته، د وسلو جواز ور نه کړل شي؛ تر څو چې د مالیاتي روڼتیا تصدیق یې نه وي راوړی.
کورنیو چارو وزارت او ملي پولیس دا چاره یوازې د ملي عوایدو د زیاتوالي په موخه ترسره کوي او تر څنګ یې د افغانستان له مالیاتي نظام څخه لرې، د پټو او ناپېژندل شویو زېرمو او سرچینو په اړه به هم اوچت ګامونه پورته کړي.
غښتلی او کاري دولت، د هر افغان د عزت ضامن دی.
له خپلو پولیسو سره اوسئ!

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements