پولیس راډیو بیاځلې فعالیت پیل کړ

moi-af
Tue, Nov 02 2021 3:34 PM
۷۵۶


په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ځینو چارواکو او همدارنګه د هېواد د ازادو رسنیو ځینو مدیرانو او مسوولینو هم ګډون درلود. 
 
یاده راډیو د کورنیو چارو وزارت او خلکو تر منځ د نښلوونکي مزي حیثیت لري او هېوادوال کولای شي له دې لارې خپلې ستونزې او اندېښنې د وزارت له مسوولینو سره شریکې کړي. 

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان د خلکو حق چې د بیان ازادي ده، پر وړاندې یې خنډ جوړ کړي.