د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له نوملړ څخه د افغانستان د ملي پولیسو د نوم حذفولو هرکلی کوي

jamil-moi
6

د افغانستان د ملي پولیسو د عمل پلان له مخې چې په وسیله یې د افغان ملي پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلونو د کم عمره ماشومانو له ګومارنې د مخنیوي سربېره، د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شوی؛ د افغانستان د ملي پولیسو نوم د ملګرو ملتونو له نوملړ څخه لرې شو. 
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ۲۰۲۰ کال په راپور  کې د افغانستان د ملي پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلونو د کم عمره ماشومانو له ګومارنې د مخنیوي او همداراز د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي کچې د ټیټېدلو چاره بریالۍ ښودل شوې او له همدې کبله د ملګرو ملتونو له نوملړ څخه د افغانستان د ملي پولیسو نوم حذف شوی دی. 
د ملګرو ملتونو له نوملړ څخه د افغانستان د ملي پولیسو د نامه حذفېدل د افغان ملي پولیسو پرمختګ او پراختیا ښیي. 
کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو د راوړنې تداوم او تقویې ته ژمن دی او له همدې امله د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحي پلانونو د تطبیق په درشل کې دی.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements