د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي د ماسترۍ پروګرام خبرتیا  

hakimi-moi
1

د کورنیو چارو وزارت ټولوهغو نارینه اوښځینه افسرانو ته خبر ورکول کېږي چې د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي د ماسټرۍ پروګرام نوملیکنه د عامه ادارې او پالیسي په څانګه کې، د روان کال د وري میاشتې له ۲۸مې نېټې څخه د غوایي تر ۲۰مې نېټې پورې د لاندې شرایطو په پام کې نیولو سره پیلیږي.
۱- د افغانستان تابعیت ولري؛
۲- د کورنیو چارو وزارت برحاله منسوب وي؛
۳- د حقوقو، اقتصاد، پالیسي، عامه ادارې او د پولیسو اکادمي د لېسانس تایید شوی سند ولري؛
۴- د لېسانس دورې د نمرو اوسط یې لږ تر لږه ۷۵ سلنه وي؛
۵- د ماسټري پروګرام د زده کړو د دوام لپاره باید د اړوندې ادارې موافقه ولري؛
۶- په ماسترۍ پروګرام کی ګډون د سیالۍ له مخې ترسره کېږي؛
۷- په ټاکلې موده کې د ګډون فورمونه او ژمن پاڼې بشپړې کړي؛
۸- په بریالیتوب سره د ماسټري ځانګړی کانکور ازموینه ترسره کړي؛
۹- د زده کړې د دوام او نورو ټولو اړونده قواعدو او مقرراتو ته ژمنتیا ولري؛
۱۰- د پېژندپاڼې او دوه قطعو عکسونو درلودل؛
۱۱- د ملکي څانګو د فارغانو تحصیلي اسناد د لوړو زده کړو وزارت لخواه تایید شوي وي.
ګډون کوونکي کولای شي چې د شمولیت د فورمې د ترلاسه کولو او نوم لیکنې لپاره د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د ماستري پروګرام امریت ته مراجعه وکړي.
یادونه: د ماسټري پروګرام په ازموینه کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې د فورم بیه ۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.
دا پروګرام د کورنیو چارو وزارت منسوبینو ته چې د لېسانس په کچه د حقوقو، اقتصاد او د پولیسو اکاډمي له يوې پوهنځۍ څخه فارِغ او پینځه کلنه کاری تجربه ولری، ځانګړی شوی دی.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements