مطبوعاتي اعلامیه

jamil-moi

په دې وروستیو کې ځینو ګذر وکیلانو په ترورېستي کړنو د شکمنو او تورنو کسانو جعلي او په خپل لاس جوړ شوي اسناد تایید کړي. دا چاره د امنیت ضد له عواملو سره د دوی سیده همکاري ښیي. 
ګذر وکیلان حق نه لري څو له پېژندنې، د اوسېدو ځای او د خلکو له تشخیص پرته د دوی ضمانت او تصدیق وکړي. که چېرې داسې کوم سند تر لاسه شي، چې د ګذر وکیل مهر او لاسلیک پرې شوی وي او جعل یې تثبیت شي؛ نو ګذر وکیل به په بېړه د پولیسو لخوا ونیول شي او عدلي او قضایي بنسټونو ته به ور وپېژندل شي.
د ګذر وکیلانو له چارو کره څارنه کېږي او دې خبرتیا ته باید جدي پاملرنه وشي. د امنیت د ټینګښت او همدارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار اوسئ.

Latest announcements

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Sun, Jan 27 2019 2:31 PM
Background image

To All Afghan National Police Forces

Based on article 153 of Afghanistan Constitution and article 415 of Criminal Code, Armed forces and Police are not allow

Back to announcements