د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي لویې قوماندانۍ خبرتیا

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي لویې قوماندانۍ خبرتیا
شنبه ۲۳ کب ۱۳۹۹
د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي لویه قومانداني د ۱۴۰۰ لمریز کال د ښوونیزې دورې له پاره د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د حقوقو، شرعیاتو او کمپیوټر ساینس پوهنځیو فارغین د فوق لېسانس یوې کلنې دورې له پاره له لاندې شرایطو سره سم مني:
• د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تابعیت ولري؛
• له افغان مور او پلاره زېږېدلي وي؛
• زوج/زوجه بهرنی تابعیت ونه لري؛
• د سیاسي حزبونو، سازمانونو او ډلو غړیتوب ونه لري؛
• بشپړه جسمي، عقلي او رواني روغتیا ولري او همدارنګه په فېزیکي ازموینو کې یې د اړتیا وړ معیارونه پوره کړي وي؛
• په نشه يي توکو، مسکراتو او الکولي څښاکو روږدي نه وي؛
• له هېواد یا هم بهر هېوادونو څخه د لېسانس دورې معتبر سند ولري او د لېسانس دورې د نمرو اوسط یې له ۸۰ سلنې کمه نه وي؛
• د نارینه داوطلبانو ونه له ۱۷۰ سانتي مترو او همدارنګه د ښځینه داوطلبانو ونه بیا له ۱۵۵ سانتي مترو ټیټه نه وي؛
• د ملي پولیسو په لیکو کې د اوږدې مودې (لږ تر لږه د لس کلنې) مودې له پاره پر خدمت کولو ژمن وي او همداراز قانون منونکي او با دسپلینه وي؛
• جرمي مخینه ونه لري؛
• عمر یې له ۲۸ کلنو لوړ نه وي؛
• دسپلین منونکي وي او نظامي قوانینو، مقرراتو، لوایحو، تعلیم پاڼو او اصول پاڼو ته ژمنتیا ولري؛
• په انګلېسي ژبې او کمپیوټر بلدتیا ولري؛
• ښځینه نوماندانې باید د خپلې کورنۍ کتبي رضایت ولري؛
• د نوملیکنې پیل د ۱۳۹۹/کب/۲۳مه او پای یې د ۱۳۹۹/کب/۲۹مه نېټه ده.
لېواله کسان کولای شي چې د یاد شوې نېټې تر پایه د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي لویې قوماندانۍ ته چې د کابل پولیتخنیک پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري، مراجعه وکړي او له ځان سره د تابعیت اصلي پېژندپاڼه، د لېسانس دورې تحصیلي سند، د یادو اسنادو یو قطعه رنګه کاپي او همدارنګه دوه قطعې عکسونه ولري.
د اړیکو شمېرې: ( 0202562138 / 0791254393)