د مېک د وروستي راپور په تړاو د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

jamil-moi
9

کورنیو چارو وزارت د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې (مېک) راپور، چې له مخې یې په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو د لړۍ له پرمختګونو یادونه شوې، هرکلی کوي.
پورتنیو ټکو ته په پاملرنې؛ هر هغه څه چې د کمېټې د راپور د وړاندیزونو په توګه یاد شوي وو، کورنیو چارو وزارت مخکې له مخکې پلې کړي او یا هم د پلې کېدو په درشل کې دي.
د معاشونو د ورکړې سیستم (APPS) چې د پولیسو د معاشونو د ورکړې په موخه رامنځته شوی، د پولیسو پرسونل نږدې سل سلنه په یاد سیستم کې دننه شوی او د پاتې پرسونل پر شاملېدو هم چټکې هڅې روانې دي.
د تدارکاتو پرسونل د مسلکي کولو په برخه کې هم پرمختګ راغلی او په دې اداره کې د مراجعینو د شکایتونو د ترلاسه کولو میکانېزم د پلې کېدو په حال کې دی.
د هېواد د څوارلسو ولایتونو په لوجېستیک برخه کې د کورایمېس سیستم فعال شوی او په پاتې ولایتونو کې د دې سیستم د فعالولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.
د بشري سرچینو په برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی، چې له مخې یې پرسونل کولای شي په اسانۍ سره او له واسطې پرته خپلې کادري چارې په پوره روڼتیا سره وڅاري.
نوی کادري سیستم چې د ترفېعاتو، تبدیلیو، ګومارنو، تقاعد او د افسرانو ذاتي چارې په بر کې لري، په وروستیو کې رامنځته شوی او یاد سیستم د افسرانو ذاتي چارو ته د رسېدنې لړۍ له فرد محوري حالت څخه سیستم محوري حالت ته بدل کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د اصلاحاتو او د فساد پر وړاندې د مبارزې دوام ته ژمن دی او په همدې موخه د اصلاحاتو اړونده برخې تر ارزونې وروسته سمدلاسه څاري.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements