د پاسپورټ لوی ریاست

د پاسپورټ لوی ریاست

پاسپورټ لوی ریاست د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو معینیت په چوکاټ کې هغه بوخته مهمه خدمتي ولسي او عایداتي اداره ده، چې خپلو درنو هېوادوالو ته د پاسپورټ په برخه کې د ښو خدماتو وړاندې کولو او لا ډېرو اسانتیاوو رامینځته کولو په موخه د مرکز په ګډون په «۳۴» ولایتونو کې فعالیت کوي. د پاسپورټ لوی ریاست هره ورځ زرګونه هېوادوالو ته د پاسپورټونو په وېشلو سره په سلګونه میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته جمع کوي او ورسره هم‌مهاله د بهرنیو وګړو د ویزو د تمدید چارې هم پر مخ وړي.

د پاسپورټ ریاست اداري تشکیلات:

د پاسپورټ لوی ریاست د عمومي رییس تر څنګ د کارونو د لا ښه تنظیم او د متقاضیانو غوښتنلیکونو ته د پر وخت رسېدنې په موخه لاندې درې معاونیتونه لري:

  • نظامي معاونیت
  • تخنیکي او ولایتي معاونیت
  • اداري او تامیناتي معاونیت

د ریاست مقام او معانیتونو تر چتر لاندې یو شمېر اجراییه او اداري مدیریتونه او آمریتونه هېوادوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې وکولو په موخه نه‌ ستړې کېدونکې هڅې او فعالیتونه کوي. د دې ترڅنګ د پاسپورټ عمومي ریاست په ټولو ولایتونو کې ولایتي مدیریتونه لري.

 

پاسپورټ

پاسپورټ هغه رسمي سند دی چې له هېواد څخه بهر ته د هېواد د وګړو د سفر په موخه د قانون د احکامو مطابق د صلاحیت لرونکې مرجع لخوا صادرېږي.

د پاسپورټ ډولونه

د افغانستان پاسپورټونه په څلور ډوله دي:

  • سیاسي پاسپورټ
  • مخصوص یا ځانګړی پاسپورټ
  • خدمت پاسپورټ
  • عادي پاسپورټ

سیاسي، مخصوص او د خدمت پاسپورټ د بهرنیو چارو وزارت او عادي پاسپورټ په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې په کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست او په ولایتونو کې د پاسپورټ د مدیریتونو لخوا صادرېږي او له هېواده بهر یې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي استازولئ د ځانګړي طرزالعمل مطابق صادروي.

 

د پاسپورټ  ترلاسه کولو لپاره د اړتیا وړ اسناد

  • د پاسپورټ غوښتونکي فزیکي شتون
  • انلاین فورم یا عریضه او رسمي مکتوب
  • د تابعیت اصلي تذکره، الکترونیکي تذکره تایید ته ضرورت نه لري، خو کاغذي تذکره باید په مرکز کې د ثبت احوال نفوس په مرکزي دفتر او ولایتونو کې د ثبت احوال نفوس په مدیریتونو کې تایید شوې وي.
  • معیاري انځور
  • د هغو ماشومانو په تذکرو کې باید عکس لګول شوی وي، چې د ۷ کلنۍ عمر یې پوره کړی وي
  • هغه نوي زېږېدلي ماشومان چې تذکره نه لري، د زېږېدو کارت یې باید په مرکز کې د ثبت احوال نفوس په مرکزي دفتر او په ولایتونو کې د ثبت احوال نفوس په مدیریتونو کې ثبت او تایید شوی وي؛
  • هغه هېوادوال چې غواړي خپل پاسپورټ تمدید کړي، باید خپل اصلي پاسپورټ له ځان سره ولري.

د پاسپورټ د صادرېدو بهیر

د پاسپورټ غوښتونکي کولای شي چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره په لاندې دوو لارو مراجعه وکړي او د پاسپورټ اخیستلو لپاره له صلاحیت لرونکې مرجع څخه احکام ترلاسه کړي:

  1. آنلاین فورم
  2. عریضه یا رسمي مکتوب

د احکامو له اخیستلو وروسته د پاسپورټ غوښتونکی په «د افغانستان بانک» کې د پاسپورټ محصول تحویلوي او له هغه وروسته په پاسپورټ ریاست کې دننه بیف، بایومټریک او نوم ثبتونه کېږي. تر دې پړاوونو پورې پخپله د پاسپورټ غوښتونکي فزیکي حضور اړین دی. له دې وروسته نور پړاوونه (کنټرول، تصویب، چاپ، کنټرول کیفیت) د شخص له فزیکي حضور پرته د پاسپورټ عمومي ریاست د کارکوونکو لخوا اجرا کېږي.

د آنلاین فورم پر بنسټ د پاسپورټ ترلاسه کولو تګلاره

ټولو درنو هېوادوالو ته د پاسپورټ ترلاسه کولو په برخه کې د لازم شفافیت او اسانتیاوو په موخه په مرکز کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست په ګډون په ټولو ولایتونو د آنلاین غوښتنلیک سیسټم فعال دی. د پاسپورټ ټول غوښتونکي کولای شي چې په لومړی سر کې د خپل ځان او د کورنۍ د غړو لپاره آنلاین فورم پخپله او یا هم په نږدې عکاس‌خانو او فوټوکاپيو کې ډک کړي. د پاسپورټ درانه غوښتونکي باید لاندې موارد په پام کې ونیسي:

  • کله چې په سیسټم کې نوبت درکړل شو، په لومړي سره کې خپل فورم او تعرفه چاپ کړئ.
  • د پاسپورټ عمومي ریاست ته له راتګ وړاندې، تاسو کولای شئ چې د افغانستان بانک په ټولو څانګو کې د پاسپورټ د محصول تعرفه تحویل کړئ.
  • د پاسپورټ محصول له تحویولو وروسته له خپلې اصلي تذکرې، چاپ کړي آنلاین فورم، ۴ قطعې انځورونو او بانکي آوېز سره په خپله ټاکلې نېټه د نورو اداري کارونو لپاره د پاسپورټ عمومي ریاست او ولایتي مدیریتونو ته مراجعه وکړئ.
  • د ټولو ولایتونو اوسېدونکي کولای شي چې مرکز کابل ته نوملیکنه وکړي، خو په ولایتونو کې یوازې هغو ولایتونو ته آنلاین نوملیکنه کولای شي چې هغه ولایت یې په تذکره کې یې ذکر شوي وي.
  • ټول غوښتونکي باید کوښښ وکړي د نوملیکنې په وخت کې په فورم کې راغلي ټول مشخصات په دقیق او کره توګه باندې ثبت کړي.

عریضه یا رسمي مکتوب: د پاسپورټ عمومي ریاست د آنلاین فورمونو له لارې د پاسپورټونو وېشلو د عادي بهیر تر څنګ، بېړنیو ناروغانو، ملي سوداګرو،  په تحصیلي بورسونو کې بریالیو محصلانو، د حج فریضې او عمرې ادا کوونکیو هېوادوالو، له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډه پوله موټر چلوونکیو، معلولینو او معیبونو، پيلوټانو، هغه کسان چې د بهرنیو هېوادونو اقامې او ویزې ولري، دولتي کاروکوونکو، سپين‌ږیرو نارینه‌وو او سپين‌سرو ښځو، د افغاني سرې میاشتې ټولنې ناروغانو او ملي لوبغاړو ته د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي او د عریضې یا رسمي مکتوب په درلودلو سره پاسپورټ ورکول کېږي.

 

 

سوداګریز پاسپورت

هغه هېوادوال چې سوداګریز پاسپورټ غواړي، هغوی باید په مرکز کې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت او په ولایتونو کې د صنعت او سوداګرۍ له ریاستونو څخه د سوداګریز پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره رسمي مکتوب او د سوداګرۍ فعال جواز ولري. د سوداګریزو شرکتونو رییس او مرستیال، انفرادي سوداګر او یا د هغه قانوني وکیل کولای شي چې سوداګریز پاسپورټ ترلاسه کړي.

د پاسپورټ عمومي ریاست د هېواد ملي سوداګرو ته د پاسپورټ اخیستلو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په مرکز کابل کې د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو د ریاست په انګړ کې ځانګړې څانګه پرانیستې او په فوق‌العاده توګه باندې ټولو سوداګرو ته پاسپورټونه وېشل کېږي.

د پاسپورټ محصول

د پاسپورټ محصول د پاسپورټ قانون د ۲۱مې مادې مطابق د کورنیو چارو، مالیې او د بهرنیو چارو د محترمو وزارتونو د ګډ وړاندیز پر بنسټ ټاکل شوی دی.

د پاسپورټ قانون د ۲۱مې مادې سره سم، د ملکي بستونو د درېیم (۳) یا له هغه څخه د لوړو بستونو مامورینو؛ په نظامي برخه کې د ډګروال (سمونوال) او له هغه څخه د لوړې نظامي رتبې لرونکو منسوبینو او هغه ناروغ او د هغه پایواز ته، چې د عامې روغتیا وزارت د ګومارل شوي کمېسیون لخوا په رسمي توګه د پاسپورټ ریاست ته را پېژندل شوي وي، د پاسپورټ د نیم محصول په بدل کې پاسپورټ صادرېږي.

په لاندې جدول کې د ټولو کټګوریو لپاره د پاسپورټ محصول وړاندې شوی دی:

شمېره

د پاسپورټ ډول

معیاد

د پاسپورټ محصول

د کتابچې قېمت

مجموع

۱

سیاحتي

۵ کلن

۴۵۰۰ افغانۍ

۱۰۰۰ افغانۍ

۵۵۰۰ افغانۍ

۲

سیاحتي

۱۰ کلن

۹۰۰۰ افغانۍ

۱۰۰۰ افغانۍ

۱۰۰۰۰ افغانۍ

۳

له ۱۵ کلونو څخه کم‌عمره ماشومان

۵ کلن

۲۲۵۰ افغانۍ

۱۰۰۰ افغانۍ

۳۲۵۰ افغانۍ

۴

تجارتي

۵ کلن

۱۵۰۰۰ افغانۍ

۱۰۰۰ افغانۍ

۱۶۰۰۰ افغانۍ

۵

تجارتي

۱۰ کلن

۳۰۰۰۰ افغانۍ

۱۰۰۰ افغانۍ

۳۱۰۰۰ افغانۍ

۶

تخفیف درلودنکی پاسپورټ

۵ کلن

۲۲۵۰ افغانۍ

۱۰۰۰ افغانۍ

۳۲۵۰ افغانۍ

۷

تخفیف درلودنکی پاسپورټ

۱۰ کلن

۴۵۰۰ افغانۍ

۱۰۰۰ افغانۍ

۵۵۰۰ افغانۍ

د پورتني محصول تر څنګ، د پاسپورټ هر غوښتونکی باید په مرکز او ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ۲۰۰ افغانۍ اعانه او د افغان پوست ریاست د پوستي خدماتو لپاره په مرکز کې ۲۰۰ افغانۍ او په ولایتونو کې ۵۰۰ افغانۍ د افغانستان بانک ته تحویلې کړي.

 

چا ته وړیا یا د محصول له تحویلولو پرته پاسپورټ وېشل کېږي؟

د پاسپورټ قانون د ۲۰مې مادې مطابق لاندې کسانو ته له محصول پرته پاسپورټ صادرېږي:

  • هغه کسان چې د تحصیل په موخه له هېواد څخه بهر ځي او د ښوونې وزارت او لوړو زده‌کړو وزارت رسمي مکتوب ولري؛
  • هغه ملي لوبغاړي چې په نړیوالو لوبو کې د هېواد په استازیتوب ګډون کوي او د بدني روزنې او المپیک ریاست رسمي مکتوب ولري.
  • هغه افسران، بریدملان (ساتنمنان) او سرتېري چې له هېواد څخه د دفاع په لیکو کې زخمي یا معلول شوي وي او د هغوی معیت ته له محصول پرته پاسپورټ وېشل کېږي، چې د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، د استخباراتو عمومي ریاست او د نورو نظامي تشکیلاتو درلودونکو دولتي ادارو لخوا په رسمي توګه معرفي شوي وي؛
  • هغه ناروغ ماشومان او د هغوی معیت ته چې د درملنې په موخه له هېواد څخه بهر سفر کوي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا په رسمي توګه را معرفي شوي وي؛
  • هغه معلول وګړي چې د کارو او ټولنیزو چارو وزارت لخوا له هېواد څخه بهر د درملنې په موخه معرفي شوي.

یاددښت: دغه کسان باید د رسمي مکتوب او جدول پر بنسټ د اړوندو صلاحیت لرونکو ادارو لخوا د پاسپورټ عمومي ریاست ته را معرفي شي.

مفقودي یا ورک شوی پاسپورټ

د پاسپورټ غوښتونکی باید د نورو اسنادونو ترڅنګ د ورکې اعلان (پارچه) هم ولري او له اسنادونو سره یې ضمیمه شي. د ورکې دغه اعلان باید د اطلاعات او کلتور وزارت تر چتر لاندې د ملي راډيو تلویزیون یا دولتي مطبعې لخوا صادر شوی وي. د یادولو ده چې د پخوا پر خلاف، ورک شوي پاسپورټونه اوس د جریمې تابع نه دي.

حریق یا سوځېدلی پاسپورټ

هغه پاسپورټ چې د موټر، دوکان او یا شخصي کور د سوځېدو په پېښه کې سوځېدلی وي، د سیمې د پولیسو او اطفایې تصدیق ته اړتیا لري.

ورک شوي او سوځېدلي پاسپورټونه د پاسپورټ غوښتونکو له غوښتنې او اطلاع وروسته بې‌اعتباره او د سرحدي پولیسو عمومي قومانداني او د انټرپول محترم ریاست ته په دې اړه خبر ورکول کېږي.

چا ته پاسپورټ نه ورکول کېږي؟

  • هغه څوک چې له دولت څخه له ۵۰زره افغانیو څخه زیات باقي‌دار وي؛
  • هغه څوک چې په مدني، سوداګریزو او جزايي قضیو کې د محکمې د حکم پر بنسټ ممنوع‌الخروج شوی وي؛
  • هغه ماشوم چې مور او پلار، ولي یا قانوني وصي و نه لري.

 

په تېر یو کال کې د پاسپورت عمومي ریاست لاسته راوړنې

د پاسپورټ عمومي ریاست په تېر یو کال خپلو درنو هېوادوالو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په بېلابېلو برخو کې ډېر مهم او اړین کارونه ترسره کړي دي، چې د ځینو هغو یې دلته لنډه یادونه شوې ده:

  •  درنو هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو، د پاسپورټونو د صادرولو ظرفیت لوړولو او د ازدحام د مخنیوي په موخه په کابل کې د سوداګرو او مجاهدینو لپاره د ځانګړو څانګو ترڅنګ، ۳ ځانګړي سایټونه جوړ کړي دې چې ډېر ژر به پکې عملاً هېوادولو ته خدمتونه وړاندې شي.
  •  ټولو هېوادوالو ته له توپير پرته خدمتونو وړاندې کولو او لازم شفافیت په موخه د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې د آنلاین فورمونو له لارې د پاسپورټ ترلاسه کولو سیسټم فعال شو.
  • د پاسپورت درنو غوښتونکیو ته د اسناتیاوو په موخه د ریاست دننه د کاغذي تذکرو د تایید مرکز پرانیستل شو.
  1. د متقاضیانو په طی مراحل شوو اسنادونو کې د نواقصو د کمښت او اصلاح لپاره ځانګړې شعبه فعاله شوې ده؛ څو ژر تر ژره د نواقصو د اصلاح په موخه له درنو متقاضیانو سره د ټیلیفون له لارې اړیکې ونیول شي او نواقص یې اصلاح شي.
  2. د اړتیا وړ معلوماتو او اطلاعاتو ته لاسرسي په موخه معلوماتي شمېره فعاله شوې ده او ترڅنګ یې د پاسپورت عمومي ریاست په انګړ کې په ملي ژبو د اړتیا وړ لارښوونې چاپ او لګول شوې دي.
  3. د پاسپورت درنو غوښتونکیو ته د ښه خدماتو وړاندې کولو او د هغوی ستونزو د رسېدنې په موخه د هرې برخې متقاضیانو لپاره بېل بېل کمېسیونونه ټاکل شوي دي. د بېلګې په توګه، ناروغانو، اقامه‌لرونکیو او ویزه‌لرونکیو متقاضیانو او د انلاین فورمونو درلودونکیو متقاضیانو ته بېلابېلې څانګې فعالې شوې او په کم وخت کې د هغوی اسناد طی مراحل کېږي.
  4. د فساد د مخنیوي په موخه د ټولو دولتي ادارو د رسمي مکتوبونو لپاره ځانګړی ارتباطي سیسټم فعال شوی دی او ټولې عریضې په سیسټم کې ثبت کېږي.
  5. په بانکي آویزونو کې د جعل د مخنیوي په موخه د بانکي آویزونو د آنلاین چک کولو سیسټم فعال شوی دی.
  6. د پاسپورټ د امنیت د لا خوندیتوب، اداري پړاوونو د اسانتیا، تېروتنو د کمښت او لازم شفافیت د رامینځته کېدو لپاره د خپل سیسټم د لاخونديتوب ترڅنګ د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې سره د الکټرونکي تذکرو او د پاسپورت د الکترونیکي سیسټم د نښولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې عملاً به یې کارونه پيل شي.
  7. د پاسپورت عمومي ریاست په تعمیراتي برخه کې ډېر زیات کارونه کړي، چې په ځانګړې توګه د ښځينه متقاضیانو لپاره جلا انتظارخونې او اداري دفترونه جوړ شوي.
  8. په تېر یو کال کې د پاسپورت عمومي ریاست ټول اداري دفترونه رنګ او ترمیم شوي دي؛ د موټرو لپاره تم‌ځای جوړ شوی، د پاسپورټ عمومي ریاست او ټولو ولایتي مدیریتونو د اړتیا وړ توکي اکمال شوي او د امنیت د خوندیتوب او اداري چارو د لا ښه نظارت لپاره د امنیتي کامرو سیسټم پراخ شوی دی.
  9.  د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه ټولو کارکوونکو ته روزنیز سیمینارونه وړاندې شوي دي.
  10. په مرکز او ولایتونو کې کاري ظرفیت لوړل، بشري ځواک، تخنیکي وسایل او ادراي تشکیل ډېرول.
  11. په شپږو زونونو کې د وېش لړۍ زیاتول، او په کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، پکتیکا، خوست او نورستان ولاتونو کې د پاسپورټ وېش لړۍ او مراجعین عادي حالت ته ګرځېدل.