د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د موټرو پر کاروان د ننني ترهګریز برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

jamil-moi
6

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند "تایمني" څلورلارې سیمه کې نننی ترهګریز برید چې زموږ د ځینو بې‌ګناه هېوادوالو د شهادت او ژوبلې لامل شو، په کلکو ټکو غندي.

د پولیسو د معلوماتو پر بنسټ؛ دا پېښه په یوې کراچۍ کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله هغه مهال رامنځته شوه، چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د موټرو کاروان له دې سیمې تېرېده.

د لومړنیو شمېرو له مخې په خواشینۍ سره د دې ترورېستي برید له امله زموږ ۱۰ تنه بې‌ګناه هېوادوال شهیدان شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا دا ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي او د دې پېښې شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته یې د خدای تعالی له درباره د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements