د تورو ښيښو وسایطو، بې‌اسناده وسلو او بې‌جوازه وسایطو د ګرځونې د بندښ په تړاو د کابل ولایت د ګډو ځواکونو قومندانۍ اعلامیه

hakimi-moi
1

څرنګه چې زموږ درانه هېوادوال د ټولیزو رسنیو له لارې خبر دي، د کابل ولایت د ګډو ځواکونو قومنداني چې (ملي پولیس، ملي اردو او ملي امنیت) ځواکونه یې په ترکیب کې شامل دي، د کابلیانو د لا ښې امنیت ساتنې په‌پار د کابل ولایت په ټولو برخو کې عملاً لاس په کار شوي دي.
د دې قومندانۍ د جوړېدو موخه د قانون موثر تنفیذ، ټولنه کې د امن او نظم ټینګښت او د عامه امن او نظم د اخلالوونکو او مجرمینو پر وړاندې جدي کار او فعالیت دی.
د کابل د ګډو ځواکونو قومندانۍ مسوولیتونو ته په کتو او د قانون په رڼا کې، سر له سبا (۱۸ غبرګولی ۱۳۹۹) د دولتي/شخصي تورو ښيښو موټرو، بې اسناده وسایطو، زرهي وسایطو او د بې جوازه وسلو ګرځول، د موټر په شا (باډۍ) کې د ساتونکو کېنول او په غیر رسمي وخت کې د دولتي وسایطو ګرځېدنه منعه ده. د یاد شویو ټکو د سرغړوونکو پر وړاندې به جدي قانوني چلند ترسره کېږي.
د دې امنیتي طرحې جوړول به موږ په دې قادر کړي، څو د کابل ښاریانو لپاره د جرمونو په کمولو او د امنیت په ساتنه کې مثبت بدلونونه راولو. د ګډو ځواکونو قومنداني د قانون تطبیق ته ژمنه او جدي ده. د یادونې وړ ده چې امنیتي ځواکونه له خلکو سره د ښې اړیکې له درلودلو پرته به هېڅ کله هم په خپلو دندو کې بریالي نشي. نو پر دې بنسټ د کابل ولایت د ګډو ځواکونو قومنداني د یادې قومندانۍ ټولو منسوبینو ته له خلکو سره د ښې اړیکې د رامنځته کولو او ساتنې په پار لازمې لارښوونې او سپارښتنې صادر کړې دي او له خپلو هېوادوالو غواړي، څو له امنیتي ځواکونو سره له هېڅ ډول همکارۍ ډډه ونه کړي او د قانون د تنفیذ او امنیت ساتنې په برخو کې فعاله ونډه واخلي او د هېواد پر وړاندې خپله ملي او ښاري وجیبه ترسره کړي.

Latest announcements

Thu, Feb 12 2026 10:00 AM
Background image

Announcement

The Directorate of Engineering for Explosive Ordnance Disposal, under the General Directorate of Plan and Operations of the Senior Security Affairs

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements