کابل، لغمان او هرات ولایتونو کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
Tue, Mar 24 2020 11:14 AM
5

د ملي پولیسو منسوبینو په کابل، لغمان او هرات ولایتونو کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د کابل شمال دراوزې د تلاشۍ پر مهال یو کس د دوه کیلو او دوه سوه ګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.
همداراز لغمان کې یو کس چې د نشه يي توکو په بېلابېلو قضیو کې تورن و او له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و له یو میل کلاشینکوف او یو شمېر مهماتو سره یو ځای نیول شوی دی.
د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم یو کس د یو شمېر هیرویینو د پلور په تړاو نیول شوی دی.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.