د شهید ستر‌پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د عمومي قومندانۍ خبرتیا!

rahimzai_moi
ی

په هېواد کې د ننه او بهر د لېسانس په کچه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو فارغینو ته خبر ورکول کېږي چې:
د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ عمومي قومنداني د پولیسو د جوړښتي کچې د لوړولو او مسلکي کولو، په ادارو کې د معاصرو زده کړو د کچې لوړولو او د کورنیو چارو وزارت د اصلاحي برنامو پر بنسټ په نظر کې لري؛ څو په هېواد کې دننه او بهر د لېسانس کچې (ځوانان/پېغلې) ته خبر ورکول کېږي، چې د اکاډمۍ په اړونده پوهنځیو کې له لاندې شرایطو سره برابر زده کړیالان مني.
۱: د افغانستتان اسلامي جمهوري تابعیت ولري.
۲: د حزبونو، سازمانونو او سیاسي ډلو غړیتوب ونه لري.
۳: بشپړه جسمي، رواني او اروايي روغتیا ولري.
۴: په نشه يي توکو روږدي نه وي.
۵: د کورنیو چارو وزارت له اړتیاوو سره سم په هېواد کې د ننه او بهر پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو څخه د لېسانس معتبر سند ولري او د نمرو اوسط یې له ۸۰٪ کم نه وي.
۶: له انګلېسي ژبي او کمپیوټر سره بلدتیا لري.
۷: د هلکانو ونه له ۱۷۰ سانتی مترو او د نجونو ونه له ۱۵۵ سانتي مترو کمه نه وي.
۸: د ملي پولیسو په لیکو کې د اوږد مهاله (لږ تر لږه تر لسو کلونو) د خدمت کولو ژمنتیا ولري، قانون منوونکي او ملي ګټو ته ژمن وي.
۹: جرمي مخینه ونه لري.
۱۰: د داوطلب عمر له ۲۸ کلونو زیات نه وي.
۱۱: د ښځینه نوماندانو د شمولیت په برخه کې د دوی د کورنۍ رضایت اړین دی.
۱۲: کومو داوطلبانو چې په هېواد کې د ننه زده کړې بشپړې کړې وي، د دوی دیپلوم باید د لوړو زده کړو وزارت تاییدي او کومو چې له هېواده بهر زده کړې کړې وي، د دوی سند باید د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د انسجام عمومي ریاست تاییدي ولري.

هغه کسان چې په پلازمېنه او ولایتونو کې په شرایطو برابر دي کولای شي د خبرتیا د خپرواي له پیله د ۱۳۹۸ تر سلواغې میاشت پورې خپل غوښتنلیکونه دې ایمېل (moi.anpa.edu@gmail.com) ته واستوي او په مرکز کې د برېښنايي پتې سربېره کولای شي د ملي پولیسو اکاډمۍ عمومي قومندانۍ ته مراجعه وکړي.
یادونه: د لا زیاتو مالوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
۰۲۰۲۵۶۲۱۳۸

Latest announcements

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Sun, Jan 27 2019 2:31 PM
Background image

To All Afghan National Police Forces

Based on article 153 of Afghanistan Constitution and article 415 of Criminal Code, Armed forces and Police are not allow

Back to announcements