د شهید ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي د ښونیز او روزنیز مرکز څخه ۲۴۶ ساتنمنان فارغ شول

rahimzai_moi
Wed, Nov 06 2019 4:23 PM
ز

د شهید ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي له ښونیز او روزنیز مرکز څخه ۲۴۶ تنه ساتنمنانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
پدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کندهار والي، د کورنیو چارو وزارت د ښونې او پرسونل معین، ، د زابل امنیه قومندان، د ښونې او روزنې مرکز قومندان او ګڼ شمېر جنرالانو، افسرانو، سربازانو او ځینو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.
د کندهار والي حیات الله حیات پولیس قانون پلی کوونکی، د ټولنې د نظم ساتونکی او د خلکو خدمتګار قشر یاد کړ او ویې ویل، چې پولیس په کمو امکاناتو د امنیت ساتنې په برخه کې خپله غوښینه سینه سپر کړې ده.
غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د ښونې او پرسونل معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي فارغ شویو ساتنمنانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د پولیسو پر ښونې او روزنې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د پولیسو ښونه او روزنه د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې ده او هڅه کېږي، څو د پولیسو د مسلکي کېدو لپاره ګڼې نورې برنامې هم پلې شي.
د ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي د ښونې او روزنې مرکز قومندان سمونوال محمد ایوب وردګ فارغ شویو پولیسو ته په چارو کې د همغږۍ سپارښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې فارغ شویو ساتنمنانو په محاربوي، تخنیکي او قانون پوهنې برخو کې شپږ میاشتنۍ زده کړې ترلاسه کړې دي.
پدې غونډه کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان او د ولایتي شورا رییس هم د اړونده موضوع په اړه خبرې وکړې.