پولیسو بامیانو کې د "عامه ساتنې" تر نامه لاندې روزنیز پروګرام پرانیستی.

rahimzai_moi
Wed, Oct 09 2019 3:40 PM
ړ

نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو وزارت ولسي پولیسو په بامیان ولایت کې زده کوونکو ته د "عامه ساتنې" تر نامه لاندې روزنیز پرواګرام د دوی د عامه پوهاوي کچې د لوړولو په هدف پرانیسته.
د "عامه ساتنې" تر نامه لاندې روزنیز پروګرام د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو په نوښت د هېواد په نږدې ۳۰ ولایتونو کې له هغې ډلې په سمنګان، تخار او هرات ولایتونو کې جوړ شوی دی.
د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د هرات ولایت ولسي پولیسو د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د عامه ساتنې تر نامه لاندې پنځه پروګرامه پرانیستي؛ څو د ښوونځیو د زده کوونکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.
په ټوله کې دا پروګرام د هېواد په کچه په لاره اچول شوی چې نږدې ۴۰ زره زده کوونکو ته پکې ښونه ورکرل شوې؛ څو په بېړنیو حالاتو کې د ترهګریزو او طبیعي پېښو په وړاندې څه ډول چلند وکړي.
پدې برنامه کې محافظتي قواعد لکه: ترافیکي مصوونیت، د چاودېدونکو توکو په وړاندې مصوونیت، د اوبو او اور په وړاندې ځان ساتنه، غذايي مصوونیت او همداراز د پولیسو د ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز د پېژندګلوي ښونه او روزنه ځای پر ځای شوي دي.