کابل کې د تېرې شپې د ترهګریزې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

rahimzai_moi

تېره شپه شاوخوا ۱۰:۴۰ بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د فیض محمد کاتب سړک په سیمه کې یوه ترهګر د "شهر دُبی" په هوټل کې داسې مهال له چاودېدونکو توکو یوه ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه، چې په هوټل کې دننه د واده مراسمو جریان درلود.

په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ ملکیان شهیدان شوي او ۱۸۲ نور ټپيان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت اړونده بنسټونو ته سپارښتنه کړې، ترڅو د دې پېښې څرنګوالی وڅېړي او د پېښې وروستي جزییات به په تفصیل سره وړاندې کړي.

کورنیو چارو وزارت د دې پېښې د غندلو ترڅنګ دا یو غیرانساني، ضد بشري او د ټولو بشري موازینو خلاف عمل ګڼي او خپل د تسلیت او خواخوږۍ مراتب د افغانستان ټولو خلکو ته په ځانګړې توګه د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوي او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements