کابل کې د تېرې شپې د ترهګریزې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

rahimzai_moi

تېره شپه شاوخوا ۱۰:۴۰ بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د فیض محمد کاتب سړک په سیمه کې یوه ترهګر د "شهر دُبی" په هوټل کې داسې مهال له چاودېدونکو توکو یوه ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه، چې په هوټل کې دننه د واده مراسمو جریان درلود.

په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ ملکیان شهیدان شوي او ۱۸۲ نور ټپيان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت اړونده بنسټونو ته سپارښتنه کړې، ترڅو د دې پېښې څرنګوالی وڅېړي او د پېښې وروستي جزییات به په تفصیل سره وړاندې کړي.

کورنیو چارو وزارت د دې پېښې د غندلو ترڅنګ دا یو غیرانساني، ضد بشري او د ټولو بشري موازینو خلاف عمل ګڼي او خپل د تسلیت او خواخوږۍ مراتب د افغانستان ټولو خلکو ته په ځانګړې توګه د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوي او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.

مطبوعاتي اعلامیې

چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۸:۵۹
Background image

د کابل د نننۍ ترهګریزې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

نن له غرمې وروسته د یوې بجې په شاوخوا کې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د احمد شاه مسعود څلور لا

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۸:۵۴
Background image

د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

تېره شپه شاوخوا ۰۹:۵۵ دقیقې د کابل ښار په قابل بای سیمه کې د ګرین ولېج کمپ سویلي دېوال ته څېرمه له چاودېدونکو توکو یو ډک

چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۳:۷
Background image

د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

ټولو درنو کابل مېشتو ته خبر ورکول کېږي چې شونې ده نن شپه له ۷ تر ۹ بجو د افغانستان د یوې پېړۍ خپلواکۍ د لمانځنې په موخه

Back to announcements