د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه

کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ټولو منسوبینو، د ملي او نړیوالو شرکتونو شخصي ساتونکو او درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي، ترڅو د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو او د ملي اردو د کمانډو ځواکونو د یونیفورم له اغوستلو ډډه وکړي.
د ملي پولیسو او ملي اردو د ځانګړو او کمانډو ځواکونو یونیفورم د دوی لپاره ځانګړی شوی، هېڅوک د یاد یونیفورم د اغوستلو حق نه لري او همداراز د کورنیو چارو وزارت مشرتابه له ټولو خلکو غواړي، چې د ناریه او جارحه وسلو له ګرځونې او لېږد رالېږد هم په کلکه ډډه وکړي او په دې برخه کې به له سرغړوونکو سره جدي قانوني چلند کېږي.
پولیس خلکو ته د عامه امن، د قانون د پلې کولو او د هوساینې فضا د رامنځته کولو زمینه برابروي.
له خپلو پولیسو سره اوسئ!