د کورنيو چارو وزارت خبرتیا:
د کور ساتنې لپاره د ورکړل شوې وسلې د کارونې په اړه!
ټولو هغو کسانو ته خبر ورکول کېږي چې د کور ساتنې په موخه یې د کورنیو چارو وزارت څخه د وسلې ګرځولو اجازهلیک ترلاسه کړی، چې د یادې وسلې کارول یوازې د ټاکل شوې موخې، یعنې د خپل کور د ساتنې لپاره مجاز دي.
د یادې وسلې کارول د ځان، دکان، سوداګریز ځای یا نورو موخو لپاره د نافذه اصولو خلاف عمل ګڼل کېږي. که سرغړونه یې ثابته شي، وسله به ترې ضبط او له سرغړوونکي سره به د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې قانوني چلند وشي.
له ټولو اړوندو کسانو غوښتنه کېږي چې د وسلې د کارونې په برخه کې ټاکل شوي اصول په پام کې ونیسي او له سرغړونې ډډه وکړي.
