د میخانیک څانګې د ترمیماتو او د جنراتورونو ترمیم د ساتنې او مراقبت ریاست اړتیا وړ پروژه
Publish Date
Closing Date
پدې توګه د کورنیو چاور وزارت محترم مقام 010 شماره امریه د 12 فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د میخانیک څانګې د ترمیماتو او د جنراتورونو ترمیم د ساتنې او مراقبت ریاست اړتیا وړ پروژه تړون چې وحید فهیم کابل لمتید شرکت ته چې د جواز شمېره یې (0101-19635) او د دهن باغ زنانه سرک اول ناحیه 2، مرکز کابل کی موقعیت لري په (7,026,750) افغانۍ ټوليزې بیې اعطا کړی.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې(اعتراضونه) ولري،کولای شي خپله نیوکه له د لایلو سره یو ځای د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر دری کاری ورځو پورې په لیکلي بڼه د کورنیوچارو وزارت تدارکاتو ریاست ته چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په ۸۰ متره سړک موقعیت لري وړاندې کړي.
د ا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسې قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون عقد نه شي.
