جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۲۱ تنه د غلاوو، اخلاقي فساد او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

له منځه یې، پنځه تنه په نیمروز، پنځه تنه په کندوز، څلور تنه په هرات، درې تنه په جوزجان، درې تنه په لوګر او یو بل تن د بادغیس ولایت په مربوطاتو کی نیول شوی دی.