په هرات او غزني کې ۱۱۴ تنه په نشو روږدي کسان له درملنې وروسته رخصت شوي

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، ۱۱۴ تنه په نشو روږدي کسان چې په خوا يې د هرات او غزني ولايتونو له بېلابېلو سیمو څخه را ټول شوي وو، له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
له رغېدلو کسانو څخه ۸۱ د هرات او ۳۳ تنه له غزني ولایت څخه وو.