کابل کې؛ پولیسو ۲۲ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول
د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو کابل ښار کې د وروستیو دوو ورځو راهیسې د بېلابېلو عملیاتو په مهال ۲۲ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي دي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. له نیول شوو کسانو یوه اندازه چرس، تریاک او ۴ زره او ۲۳۰ نشه یي ګولۍ ترلاسه شوي دي.