۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۰۰ روږدي د بستر په موخه راټول او ۴۵ نور رخصت کړي
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کابل د روږدو د درملنې او لاسنیوي ۵۰۰۰ بستریز مرکز(اغوش) کې ۴۵ روږدي کسان له بستر او مسلکي زده کړو ښوونې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
همداراز، یادو منسوبینو په څو جلا عملیاتو کې په نیمروز، پروان، کاپیسا، سرپل او فراه کې ۱۰۰ روږدي راټول کړي او د درملنې په موخه یې روغتیایي مرکزونو ته لېږدولي دي.